روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۳۰ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۳۰

اندېشه: هیله لرو راپور مو نړۍ ته په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت څرګند کړي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په جینوا کې د افغانستان استازی نصیراحمد اندېشه وايي، هیله لري چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ناسته کې د هېواد د بشري حقونو وضعیت په تړاو ملي راپور یې نړیوالو ته په هېواد کې د بشري حقونو وضعیت روښانه کړي. نصیراحمد اندېشه دوشنبه د غويي پر ۱۰مه په یو ویډیويي پيغام کې ویلي چې په جینوا کې مېشت د افغانستان اسلامي جمهوریت استازولي او هغه پلاوی چې د دغه راپور د وړاندې کولو لپاره ګومارل شوی، په هېواد کې د بشري حقونو حالت د وړاندې کولو مسوولیت لري.

په جینوا کې د افغانستان استازی نصیراحمد اندېشه وايي، هیله لري چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ناسته کې د هېواد د بشري حقونو وضعیت په تړاو ملي راپور یې نړیوالو ته په هېواد کې د بشري حقونو وضعیت روښانه کړي.

نصیراحمد اندېشه دوشنبه د غويي پر ۱۰مه په یو ویډیويي پيغام کې ویلي چې په جینوا کې مېشت د افغانستان اسلامي جمهوریت استازولي او هغه پلاوی چې د دغه راپور د وړاندې کولو لپاره ګومارل شوی، په هېواد کې د بشري حقونو حالت د وړاندې کولو مسوولیت لري.

نوموړي زیاته کړې چې دا راپور په هېواد کې د ۳۴ مدني او بشري حقونو بنسټونو له خوا تیار شوی دی.

د هغه په خبره، په دې پلاوي کې د پخوانۍ ولسي جرګې استازي، د مدني ټولنو بنسټونه، د ښځو وزارت پخوانۍ مرستیاله، د پوهنتون استادان او ډيپلوماتان برخه لري.

نوموړي یادونه کړې چې موخه یې په نږدې درېیو کلونو کې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په تړاو د راپور وړاندی کول دي؛ ځکه په وینا یې، طالبان ونه توانېدل چې د خپلو کړو ژمنو له مخې د بشري حقونو بنسټيز اصول پر ځای کړي.

هغه دا ناسته یو چانس بللی او یادونه یې کړې چې هیله‌من دی افغانستان به له دې «غمیزې» وځي.

یاده دې وي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا دوره‌يي کاري ډله نن شپه د څلورم ځل لپاره د افغانستان د بشري حقونو د راپورونو ارزولو لپاره غونډه کوي.

په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په تړاو ملي راپور کې راغلي چې له طالبانو سره هر ډول تعامل باید بشري حقونو ته په درناوي او د یوه ټول‌ګډوني او ولسي حکومت پر جوړېدو مشروط وي.

د افغانستان د بشري حقونو وضعیت په اړه بشري حقونو شورا ته په وړاندې کېدونکي ملي راپور کې راغلي چې طالبانو له خپلو ټولو کړو ژمنو سره سره په دغه هېواد کې بشري په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته په درناوي کې پاتې راغلي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x