روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۵۷ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۱۸:۵۷
: 1

امنیت شورا: ترهګري د افغانستان او نړۍ لپاره جدي ګواښ دی

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د کندهار په لومړۍ ناحیه ځانمرګی برید غندلی دی.

دغې شورا جمعه ناوخته د وري پر ۳مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ترهګري د افغانستان او نړۍ سولې او امنیت ته جدي ګواښ بللی دی.

د امنیت شورا غړو د دا ډول بریدونو د عاملانو، تنظیموونکو، مالي ملاتړ کوونکو د ځواب ورکړې او د هغوی د محاکمې پر اړتیا ټينګار کړی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپره کړې اعلامیې کې له هېوادونو غوښتي چې «نړیوالو قوانینو او دې شورا پورې اړوند پرېکړه‌لیکونو ته» د خپلو کړیو ژمنو له مخې په دې برخه کې په فعاله توګه له اړوندو چارواکو سره همکاري وکړي.

په اعلامیه کې راغلي: «هر ډول ترهګریزه کړنه پرته له دې چې انګېزه یې په پام کې ونیول شي او دغه راز هر ځای، هر مهال او د چا له خوا ترسره کېږي، جرمي او د توجیه وړ نه ده.»

ورته مهال، د افغان نجونو او ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په خپله اېکس‌پاڼه کې یو خپاره کړي پیغام کې لیکلي چې افغانانو پام وړ زجر لیدلی او په خبره یې، باید د دا ډول بریدونو عاملان راکش کړای شي.

نوموړې زیاته کړې: «موږ په کندهار کې زړه‌بوږنونکی ترهګریز برید چې ډېرو خلکو ته یې مرګ او ژوبله واړوله، په کلکو ټکو غندو.»

د رسنی د موندنو له مخې، په کندهار کې د کابل بانک مخته د روستي ځانمرګي برید په پاېله کې ۴۵ کسان وژل شوي او ۵۶ نور ټپيان شوي دي.

داعش ډلې د دغه ځانمرګي برید مسوولیت منلی دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x