هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۵۱ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۴-۰۲-۱۴۰۴
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۰۴-۰۲-۱۴۰۴
ساعت : ۲۳:۵۱
: 2

امریکا په ایوا ایالت کې له ۲۰۰ ډېرو افغانانو ته خبرداری ورکړی، چې له دغه هېواده ووځي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د امریکایي رسنۍ اکسیوس د راپور له مخې، د امریکا د کورني امنیت وزارت (DHS) له ۲۰۰ څخه زیاتو افغان پناه‌غوښتونکو ته چې په ایوا ایالت کې اوسېږي؛ خبرداری استولی چې باید ژر تر ژره امریکا پرېږدي. په ایوا کې د افغانانو د ملاتړ سازمان مشر شیر اغا صافي ویلي، دغه پناه ‌غوښتونکي هغه کسان دي چې په افغانستان کې یې له امریکایي ځواکونو سره اوږه په اوږه جګړه کړې ده. راپور وايي، دغه خبردارۍ له اپریل میاشتې راهیسې افغانانو ته استول شوې او پکې ویل شوي چې د دوی د کډوالۍ اسناد لغوه شوي او باید له ځنډ پرته له امریکا ووځي.

د امریکایي رسنۍ اکسیوس د راپور له مخې، د امریکا د کورني امنیت وزارت (DHS) له ۲۰۰ څخه زیاتو افغان پناه‌غوښتونکو ته چې په ایوا ایالت کې اوسېږي؛ خبرداری استولی چې باید ژر تر ژره امریکا پرېږدي.
په ایوا کې د افغانانو د ملاتړ سازمان مشر شیر اغا صافي ویلي، دغه پناه ‌غوښتونکي هغه کسان دي چې په افغانستان کې یې له امریکایي ځواکونو سره اوږه په اوږه جګړه کړې ده.
راپور وايي، دغه خبردارۍ له اپریل میاشتې راهیسې افغانانو ته استول شوې او پکې ویل شوي چې د دوی د کډوالۍ اسناد لغوه شوي او باید له ځنډ پرته له امریکا ووځي.
په یو برېښنالیک کې چې د اپرېل په شپږمه یوه افغان ته استول شوی، لیکل شوي: «هڅه مه کوئ، چې په امریکا کې پاتې شئ، فدرالي حکومت به مو پیدا کړي».
د صافي په وینا، شاوخوا ۲۰۰ تنه چې دغه ډول اخطارونه یې تر لاسه کړي؛ د پخواني جمهوري نظام سرتېري دي، چې له امریکایي عسکرو سره یې کار کړی.
د امریکا د کورني امنیت وزارت خبرداری ورکړی، که چېرې دغه کسان له هېواده ونه وځي؛ نو ښايي ونیول شي، د کار اجازه یې لغوه شي او ان له قانوني څار سره مخ شي.
یاد وزارت په ۲۰۲۳ کال کې له زرو زیاتو افغان پناه‌ غوښتونکو سره د لنډمهاله ساتنې مرسته کړې وه، چې له ۲۰۲۱ کال وروسته له افغانستانه را وتلي وو؛ خو اوس د فدرالي حکومت هڅه دا ده، چې د افغان پناه ‌غوښتونکو د لنډمهاله اوسېدو موده ختمه کړي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x