روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۲:۰۹ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۷-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۷-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۱۲:۰۹
: 1

امریکا د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره ۱۷.۱۹ میلیارده ډالره مرسته کړې

پایگاه خبری تحلیلی روایت :  د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې یا سیګار د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره د امریکا د مرستو په هکله نوی ۶۳م درې میاشتنی راپور خپور کړی دی.په دغه راپور کې چې جمعه د غويي پر ۱۴مه د سیګار په اېکس‌پاڼه کې خپور شوی، راغلي چې په تېرو شاوخوا دوه‌نيمو کلونو کې له افغانستان سره د امريکا د مرستو کچه ۱۷.۱۹ ميليارده ډالرو ته رسېږي.د افغانستان د بیارغونې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړې څارونکې ادارې یادونه کړې چې په دې شمېر کې له ۲.۸۰ ملیارد ډالرو څخه ډیرې بشري مرستې، ۳.۵ ملیارده د افغانستان اماني صندوق ته لیږدول شوي پیسي هم شاملې دي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې یا سیګار د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره د امریکا د مرستو په هکله نوی ۶۳م درې میاشتنی راپور خپور کړی دی.

په دغه راپور کې چې جمعه د غويي پر ۱۴مه د سیګار په اېکس‌پاڼه کې خپور شوی، راغلي چې په تېرو شاوخوا دوه‌نيمو کلونو کې له افغانستان سره د امريکا د مرستو کچه ۱۷.۱۹ ميليارده ډالرو ته رسېږي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړې څارونکې ادارې یادونه کړې چې په دې شمېر کې له ۲.۸۰ ملیارد ډالرو څخه ډیرې بشري مرستې، ۳.۵ ملیارده د افغانستان اماني صندوق ته لیږدول شوي پیسي هم شاملې دي.

سربېره پر دې، د سیګار د راپور پر بنسټ، د دې مرستو بله برخه د امریکا د دفاع وزارت ۵.۳۶ میلیارده ډالره د افغانستان له خلکو سره د مرستو، پراختیایي پروژو او په دغه هېواد کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې دي او همداراز ۵.۵۳ میلیارده ډالره د افغان کډوالو د بیا مېشتېدنې پروګرام ته ځانګړې شوي دي.

د سیګار مشر جان ساپکو د امریکا کانګرېس ته په یوه لیک کې دا هم ویلي چې د دغه سازمان راتلونکی میاشتنی راپور به په افغانستان کې د نشه‎يي توکو پر کښت تمرکز وي.

نوموړي دغه‌راز په افغانستان کې د امریکايي قراردادیانو له خوا د ۳۲۹ زره ډالرو د مشکوک لګښت د کشف خبر هم ورکړی او د مالي مرستو د بهیر پر شفافیت یې ټینګار کړی دی.

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره د امریکا پر مالي مرستو په وار وار هېوادوالو نیوکې کړې دي.

تر دې وړاندې د معترضو ښځو په ګډون د بشري حقونو یو شمېر بنسټونو له امریکا غوښتي وو چې پر طالبانو مالي مرستې بندې کړي.

دا مرستې په داسې حال کې کېږي چې دوه ورځې دمخه د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند ودانت پټېل ​​ويلي و چې هېواد يې د خپلو ملي ګټو د خونديتوب لپاره له طالبانو سره تعامل کوي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x