روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۱۶ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۸-۰۹-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۸-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۱۶

امریکا ته په ناقانونه توګه د افغانانو کډوالي د پام وړ زیاته شوې ده

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د امریکا د کډوالۍ فدراسیون وايي، د هغو افغانانو شمېر چې د پاناما-کولمبیا پر پوله له یوې مهمې لارې څخه امریکا ته د رسېدو لپاره تېرېږي، د پام وړ زیاتوالی موندلی دی.

 

د امریکا د کډوالۍ فدراسیون وايي، د هغو افغانانو شمېر چې د پاناما-کولمبیا پر پوله له یوې مهمې لارې څخه امریکا ته د رسېدو لپاره تېرېږي، د پام وړ زیاتوالی موندلی دی.

د دغه بنسټ په وینا، له ۲۰۲۱ کال وروسته د افغان کډوالوو شمېر پام وړ زیات شوی دی.

د دغه راپور له مخې، د سې شنبې په ورځ خپور شو، د افغانانو شمېر له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۲۰ پورې له ۹۸ تنو څخه په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۴ کلونو کې ۸۲۹۴ تنو ته لوړ شوی دی.
امریکا ته د کډوالۍ دا د پام وړ زیاتوالی په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال رامنځته شوی.
د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته تر اته مېلیونه ډیر کسان له افغانستانه وتلي دي.

دغه “ډله‌ییزه کډوالي” بې سارې بلل شوې ده.
د امریکا د کډوالۍ د اصلاحاتو فدراسیون په تېرو څلورو کلونو کې (۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۴)او د ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۲۰ کلونو پرتله د ډارین درې له لارې د کډوالۍ زیاتوالي ته کتنه کړې ده.

دغه راپور همداراز له چین او ایران څخه امریکا ته په قاچاقي ډول د پناه غوښتونکو د شمېر د زیاتوالي خبر ورکوي.
په همدې موده کې د چينايي اتباعو شمېر له ۲۹۹ څخه ۳۹۹۲۱ تنو ته، د ايرانيانو شمېر له ۱۴ څخه ۹۳۵ او د سورييانو شمېر له ۲۸ څخه ۷۶۲ تنو ته لوړ شوی دی.
په دغه راپور کې په ځانګړې توګه د افغانستان او چین د وګړو په اړه اندېښنه ښودل شوې ده.

په امریکا کې د افغان کډوالو په اړه اندېښنې وروسته له هغې زیاتې شوې، چې امریکایي ځواکونو د امریکا د ټاکنو په ورځ د یوه افغان د تروریستي حملې مخه ونیوله.
یو شمېر امریکايي سناتوران اندېښمن دي، چې د چین حکومت په دغه هېواد کې د مېشتو کډوالو په واسطه جاسوسي کوي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x