روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۳۹ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۶-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۲۶-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۱۸:۳۹
: 2

امریکا: اسرائیل باید په روانه اوونۍ کې د ایران بریدونو ته چمتو اوسي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د امریکا د ملي امنیت شورا خبرداری ورکړی چې ښايي ایران په دې اوونۍ کې پر اسرائیل برید وکړي او تل‌ابیب او د هغه متحدان باید د دغه برید لپاره چمتو اوسي.

د امریکا د ملي امنیت شورا خبرداری ورکړی چې ښايي ایران په دې اوونۍ کې پر اسرائیل برید وکړي او تل‌ابیب او د هغه متحدان باید د دغه برید لپاره چمتو اوسي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند، جان کربي دا څرګندونې دوشنبه د اګست پر۱۲ شپه مهال کړې دي.

تر دې مخکې د امریکا د دفاع وزیر لوېډ اسټين هم ویلي و چې امریکا د ایران د احتمالي برید پر وړاندې له اسرائیل سره هر ډول مرستې ته چمتو ده.

همداراز دوه ورځې دمخه د دغه هېواد د دفاع وزارت اعلان کړى و چې منځني ختيځ ته يې د جنګي بېړیو د استولو امر کړى دى.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند پټ رایډر ویلي چې منځني ختیځ ته د جنګي بېړیو استول د تهران لپاره د واشنګټن پیغام دی.

د رايډر په خبره، امريکا د خپلو ځواکونو د دفاع او د اسرائیل د ملاتړ لپاره په منځني ختيځ کې خپل ځواکونه زیاتوي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د امریکا ولسمشر جو بایډن هم د دوشنبې ورځ د اګست پر ۱۲مه د بریټانیا، فرانسې، جرمني او ایټالیا له مشرانو سره په منځني ختیځ کې د کړکېچ د زیاتېدو په اړه خبرې کړې دي.

دوی په غزه کې د اوربند هوکړې ته د رسېدو د هڅو ملاتړ کړی دی.

د یادونې ده چې په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر مشر، اسماعیل هنیه له وژل کېدو وروسته په منځني ختیځ کې کړکېچ زیات شوی دی.

د هنیه له وژل کېدو وروسته تهران خبرداری ورکړی چې پر هغه د برید غچ به له اسرائیل واخلي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x