ډېموکراټ سناتورې امي کلوبوچار له کانګرس څخه غوښتي، چې هغه دوهګوندیزه لایحه تصویب کړي چې د پخوانیو افغانستانی همکارانو د ملاتړ لپاره وړاندې شوې ده.
نوموړې ټینګار کړی، چې دغه لایحه به هغو افغانستانی ته د دايمي استوګنې زمینه برابره کړي، کوم چې د امریکايي ځواکونو سره یې د ژباړونکو او نورو برخو کې د همکارانو په توګه کار کړی دی.
د هغې په وینا، دا وخت د کانګرس د جدي اقدام دی څو د هغو کسانو ملاتړ وکړي چې د جګړې پر مهال یې د امریکا تر څنګ ولاړ وو.
دغه لایحه د اګست په لومړیو کې وړاندې شوه، وروسته له هغه چې د امریکا یو شمېر پخواني افغانستانی همکاران له دې هېواد څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ شول.
د کډوالو ادارې د هغو افغانستانی پناه غوښتونکو نیول پیل کړي چې د امریکا له تخلیې وروسته دغه هېواد ته انتقال شوي، خو د هغوی د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه تر اوسه نه دي منل شوي.
کلوبوچار ویلي، چې دا د کانګرس مسوولیت دی څو د افغانستانی متحدینو ملاتړ وکړي او د هغوی لپاره د قانوني استوګنې لاره پرانیزي.
اړوندې لیکنې :
- د «افغان ایوک» ډلې افغانانو ته د «اېسایوي» ویزو د ورکړې غوښتنه وکړه
- د برېتانیا پارلمان د افغانستانی همکارانو د معلوماتو د افشا قضیه څېړي
- روسیې د طالبانو په غوښتنه په دوحه کې د افغان استازو په ناسته کې له ګډونه ډډه وکړه
- فرانسې د لبنان په هکله د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې غوښتنه وکړه
- د پاکستان لومړي وزیر په افغانستان کې د ټولګډوني حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه
- د اروپايي ټولنې مشرانو په منځني ختیځ کې د سملاسي اوربند غوښتنه وکړه