هر ګړې د کابل په وخت : ۰:۲۶ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۴-۰۱-۱۴۰۴
د نن د خبرونو شمیر : 3
تاریخ : ۲۴-۰۱-۱۴۰۴
ساعت : ۰۰:۲۶
: 3

امریکايي سرچینې روېټرز ته: له افغانستان سره د امریکا پاتې مرستې به هم بندې شي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : رویټرز د دوشنبې په ورځ د شپږو امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا حکومت په پام کې لري څو افغانستان او یمن ته د دې هېواد د پاتې نورو یا ټولو مرستو استول ودروي. په یوسایډ کې د بشردوستانه چارو پخوانۍ مشرې سارا چارلس او همدارنګه ځینو نورو سرچینو رویټرز ته ویلي، چې دا کمښت د هغه پراخ پلان یوه برخه ده چې روانه اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د امریکا د نړۍوالې پراختیا ادارې (USAID) له‌خوا عملي شوی، چې له مخې یې له لسګونو هېوادونو سره مرستې راکمې شوې دي.

رویټرز د دوشنبې په ورځ د شپږو امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا حکومت په پام کې لري څو افغانستان او یمن ته د دې هېواد د پاتې نورو یا ټولو مرستو استول ودروي.
په یوسایډ کې د بشردوستانه چارو پخوانۍ مشرې سارا چارلس او همدارنګه ځینو نورو سرچینو رویټرز ته ویلي، چې دا کمښت د هغه پراخ پلان یوه برخه ده چې روانه اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د امریکا د نړۍوالې پراختیا ادارې (USAID) له‌خوا عملي شوی، چې له مخې یې له لسګونو هېوادونو سره مرستې راکمې شوې دي.
رویټرز لیکلي، چې په دې پرېکړه کې د نړۍوالو ادارو لکه د خوړو نړۍوال پروګرام، د ملګرو ملتونو د نفوذ وجهي صندوق او یو شمېر غیر دولتي سازمانونو د مالي ملاتړ ځنډول شامل دي.
دا اقدام د ټرمپ د ادارې د پراخې تګلارې یوه برخه ده، چې د امریکا د نړۍوالې پراختیا ادارې د فعالیتونو د کمولو یا له منځه وړلو او د بهرنیو مرستو د بیا کتنې برخه ده.
سرچینې خبرداری ورکړی، چې د مرستو بندول به په دواړو هېوادونو کې د پراخې لوږې، غیر قانوني کډوالۍ او د افراطیت د ودې لامل شي.
په افغانستان کې دا پرېکړه څه باندې ۲۳ مېلیونه خلکو لپاره حیاتي مرستو ته د لاسرسي ګواښ رامنځته کوي او په یمن کې نږدې ۱۹ مېلیون خلک بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري.
شنونکي او پخواني چارواکي دا عمل د ټولنې د ډېرو زیان منونکو طبقو لپاره ناورین بولي.
یاده دې وي، چې ملګري ملتونه له افغانستان سره د نړۍوالو بشري مرستو د دوام غوښتونکي دي.
د دغه سازمان په وینا، له افغانستان سره د نړۍوالو مرستو بندول به په دغه هېواد کې د قحطۍ او لوږې لامل شي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x