روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۰۰ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۰۰

العربیه: هاشم صفي‌الدین د لبنان حزب‌الله نوی مشر وټاکل شو

پایگاه خبری تحلیلی روایت : العربیه خبري وېب‌پاڼې د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د لبنان حزب‌الله د رهبرۍ شورا هاشم صفي‌الدین د دغې ډلې د نوي مشر په توګه ټاکلی دی. دغې رسنۍ لیکلي چې صفي‌الدین یک‌شنبه د سپټمبر پر ۲۹مه پر دې دنده ګمارل شوی دی.

العربیه خبري وېب‌پاڼې د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د لبنان حزب‌الله د رهبرۍ شورا هاشم صفي‌الدین د دغې ډلې د نوي مشر په توګه ټاکلی دی.

 

دغې رسنۍ لیکلي چې صفي‌الدین یک‌شنبه د سپټمبر پر ۲۹مه پر دې دنده ګمارل شوی دی.

 

د یادونې ده چې دا ګمارنه د حزب‌لله پخواني مشر حسن نصرالله له وژل کېدو درې ورځې وروسته شوې ده.

 

د لبنان حزب‌الله مشر د دغه هېواد پلازمېنه بیروت پر سوېلي سیمه د اسرائیل د برید په ترڅ کې ووژل شو.

 

د حزب‌الله چارواکو تر اوسه په رسمي ډول په دې تړاو څه نه دي ویلي.

 

د اسرائیل پوځ ویلي چې په دغه برید کې د نصرالله ترڅنګ د حزب الله د سوېلي جبهې قوماندان علي کرکي او د دغې ډلې ۲۰ نور لوړپوړی غړي هم وژل شوي دي.

 

پر لبنان د اسرائیل وروستي بریدونه چې د حزب‌الله مشر او د سلګونو ملکیانو د وژل کېدو لامل شول، د یو شمېر اسلامي هېوادونو توند غبرګونونه یې راپارولي دي.

 

تېره ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دې بریدونو په غبرګون کې ویلي و چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید په منځني ختیځ کې د اسرائیل د «یرغل» مخنیوی وکړي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x