په ملګرو ملتونو کې د البانیا استازې سوېلا جانینا له افغان ښځو د ملاتړ له اعلان سره وایي، افغان ښځې یوازې پیوستون ته نه؛ بلکې عملي اقدام ته اړتیا لري.
هغې زیاته کړه:« البانیا له تاسې سره ده؛ خو هغه څه چې تاسو ورته اړتیا لرئ عمل دی. هغه کسان چې له طالبانو سره خبرې کوي باید دا شرط وټاکي، چې په دغو خبرو اترو کې به د ښځو له ګډون او د هغوی د غږ له اورېدلو پرته به پرمختګ ونه شي.»
دغه څرګندونې اغلې سویلا جانینا د افغان ښځو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو کمېسیون په ۶۹مه ناسته کې چې د (افغان ښځې د عملي اقدام غوښتنه کوي) تر سرلیک لاندې کړې دي.
په همدې غونډه کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي ماموریت سرپرست نصیر احمد فایق ویلي، چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې د طالبانو لهخوا په سیستماتیک ډول ښځې له عامه ډګره اېستل شوې دي.
هغه زیاته کړه:« دا د ښځو د حقونو په برخه کې یو بې ساری خنډ دی او د طالبانو لهخوا په ډېرې سپین سترګۍ سره دوام لري. خو افغان مېرمنې د ظلم پر وړاندې مقاومت ته دوام ورکوي او د خپلو بنسټیزو حقونو لپاره مبارزه کوي.»
بل خوا بیا په یاده غونډه کې پخوانۍ وزیرې نرګس نهان له طالبانو سره د ځينو هېوادونو پر تعامل د نيوکې ترڅنګ وويل:« يو شمېر هېوادونه له طالبانو سره د حساب کولو پر ځاى له دې ډلې سره اړيکې لري او خپلو جيو پوليټيکي او امنيتي ګټو ته لومړيتوب ورکوي.»
اړوندې لیکنې :
- په افغان ځوانانو کې د ځان وژنې زیاتوالی
- په مشهد کې د طالبانو او افغان قونسلګرۍ تر منځ شخړه
- افغان ماشومان او له هر ډول تاوتریخوالی سره مخامخ کیدل
- د افغان نجونو له زده کړو د ټولنې ملاتړ د پاموړ کم شوی دی
- نانسي فیزر: ډېر ژر به مجرم افغان پناهغوښتونکي وباسو
- د امریکا د کانګرس غړی: زموږ افغان متحدین او د هغوی کورنۍ په خطر کې دي