هر ګړې د کابل په وخت : ۹:۳۰ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۷-۰۴-۱۴۰۴
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۰۷-۰۴-۱۴۰۴
ساعت : ۲۱:۳۰
: 2

افغان ښځې د هنر له لارې خپل غږ پورته کوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : سره له دې چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې، د افغانستانی مېرمنو د ژوند ټولې برخې له پراخو محدودیتونو سره مخ شوي، خو یو شمېر ښځې هڅه کوي د هنر له لارې خپل درد، هیله او مقاومت څرګند کړي.د فرانس ۲۴ خبری آژانس په تازه راپور کې راغلي چې دا ښځې، که څه هم له زده‌کړو او کاره محرومې شوې، خو اوس د انځورګرۍ، لیک، موسیقۍ او عکاسي له لارې د خپل هویت دفاع کوي.

سره له دې چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې، د افغانستانی مېرمنو د ژوند ټولې برخې له پراخو محدودیتونو سره مخ شوي، خو یو شمېر ښځې هڅه کوي د هنر له لارې خپل درد، هیله او مقاومت څرګند کړي.

د فرانس ۲۴ خبری آژانس په تازه راپور کې راغلي چې دا ښځې، که څه هم له زده‌کړو او کاره محرومې شوې، خو اوس د انځورګرۍ، لیک، موسیقۍ او عکاسي له لارې د خپل هویت دفاع کوي.

په راپور کې راغلي، دا هنري هڅې که څه هم له سانسور، ټولنیزو بندیزونو او امنیتي خطرونو سره مخ دي، خو مېرمنې وايي هنر یې نه یوازې د بقاء او هویت ساتنې وسیله ده، بلکې د یوې مبارزې بڼه یې غوره کړې ده.

ځینې دا هنرمندې پټې سټوډیوګانې لري، له نړیوالو هنرمندانو سره مجازي همکاري کوي، او هڅه کوي خپل پیغام له افغانستانه نړۍ ته ورسوي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x