روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۴۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۴۵

افغان کرېکټ ملي لوبډلې له سریلانکا د ۱۵۵ منډو په توپیر ماتې وخوړه

افغان کرېکټ ملي لوبډلې له سیالې سریلانکايي لوبډلې په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې د ۱۵۵ منډو په توپیر له ماتې سره مخ شوه.

دا لوبه یکشنبه د سلواغې پر ۲۲مه د سریلانکا په پالیکلي لوبغالي کې وشوه.

سریلانکا د لوبې پچې له ګټلو وروسته، د توپوهنې پرېکړه وکړه چې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په زیان ۳۰۸ منډې جوړې کړې او افغان لوبډلې ته یې د ۳۰۹ منډو هدف وټاکه.

افغان لوبډلې په خپله پاڼۍ کې یاد هدف پوره نه شو کړای او ټوله لوبډله په ۱۵۳ منډو وسوځېده.

افغانستان د دغې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې هم د ۴۲ منډو په توپیر ماتې منلې وه.

ټاکل شوې د دغه سریز درېیمه او وروستۍ لوبله راروانه چهارشنبه وشي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x