هر ګړې د کابل په وخت : ۳:۳۳ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۸-۰۲-۱۴۰۴
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۲۸-۰۲-۱۴۰۴
ساعت : ۱۵:۳۳
: 2

افغان سیاسيون: د دوحې تړون د افغانستان پر جمهوریت یوه کودتا وه

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د افغانستان د سیاسي مشرانو او مدني فعالانو یوه غونډه چې په بروکسل کې د بلجیم په پلازمېنه ترسره شوه، د دوحې تړون د افغانستان پر جمهوریت یوه کودتا وبلله.د غونډې ګډونوالو ټینګار وکړ چې دغه تړون د افغانانو ترمنځ توافق ته اړتیا درلوده، خو پرته له دې چې افغان لوري توافق وکړي، امریکا طالبانو سره تړون لاسلیک کړ، چې په پایله کې یې د افغانستان جمهوریت سقوط وکړ.د افغان ملت ګوند رییس ستانه ګل شېرزاد د غونډې ګډونوالو ته وویل چې په افغانستان کې د روانو ستونزو د حل لپاره اړینه ده چې افغانان سره په خپلو کې ناسته وکړي.

د افغانستان د سیاسي مشرانو او مدني فعالانو یوه غونډه چې په بروکسل کې د بلجیم په پلازمېنه ترسره شوه، د دوحې تړون د افغانستان پر جمهوریت یوه کودتا وبلله.

د غونډې ګډونوالو ټینګار وکړ چې دغه تړون د افغانانو ترمنځ توافق ته اړتیا درلوده، خو پرته له دې چې افغان لوري توافق وکړي، امریکا طالبانو سره تړون لاسلیک کړ، چې په پایله کې یې د افغانستان جمهوریت سقوط وکړ.

د افغان ملت ګوند رییس ستانه ګل شېرزاد د غونډې ګډونوالو ته وویل چې په افغانستان کې د روانو ستونزو د حل لپاره اړینه ده چې افغانان سره په خپلو کې ناسته وکړي.

هغه په خپل وینا کې وویل چې طالبان نه یوازې د سیاسیونو بلکه د افغان ملت هم حذف کړی دی، او افغانستان یې په یو زندان بدل کړی دی.

غونډې ته د لوګر پخواني والي حلیم فدایي وویل چې د دوحې تړون د بن د کنفرانس په پرتله لویه تېروتنه وه، چې د افغانستان جمهوري نظام یې حذف کړ او طالبان یې واک ته ورساوه.

فدایي زیاته کړه چې طالبانو په افغانستان کې نه یوازې سیاسي فعالیتونه محدود کړل، بلکې د تعلیم او ښځو حقونو ته یې هم محدودیتونه وضع کړل.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x