هر ګړې د کابل په وخت : ۲:۱۷ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۲-۰۳-۱۴۰۴
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۲-۰۳-۱۴۰۴
ساعت : ۰۲:۱۷
: 1

افغانې ښځې او نجونې د بشري خدمتونو د کمښت اصلي قربانیانې دي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د بښنې نړیوال سازمان په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د امریکا د بهرنیو مرستو ناڅاپي کمښت په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وضعیت سخته اغیزه کړې، او دوی یې د تر ټولو ډیر زیان منونکې ډلې په توګه له جدي ګواښ سره مخ کړي دي. د بشري حقونو د دغه سازمان د څېړنو او موندنو له مخې، په افغانستان کې د ۲۳ ټولنیزو سرچینو له مرکزونو څخه ۱۲ یې د متحده ایالانو له‌خوا د مالي سرچینو له بندېدو له امله تړل شوي دي. د سازمان په وینا، دغو مرکزونو د کډوالۍ یا داخلي بې ځایه شویو څخه راستنیدونکو شاوخوا ۱۲۰،۰۰۰وګړو ته د سرپناه، خوراکي مرستې، قانوني مشورې، او روغتیایي مرکزونو ته د ورپېژندلو په ګډون ډیری نور خدمتونه وړاندې کول. د بښنې نړیوال سازمان وايي، چې د دغو مرکزونو له تړلو سره سم، د روغتیا او اوبو رسولو په برخو کې ډیری مرستندویه پروګرامونه هم درول شوي او زیاته کړې یې ده: «دا یوه داسې مسله ده چې ښځې او نجونې یې تر ټولو ډیرې ځپلې دي، ځکه چې دوی هغه کسان دي چې تر بل هر چا ډیر روغتیایي خدماتو، د خوړو خوندیتوب او د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي څخه ساتنې ته اړتیا لري.»

د بښنې نړیوال سازمان په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د امریکا د بهرنیو مرستو ناڅاپي کمښت په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وضعیت سخته اغیزه کړې، او دوی یې د تر ټولو ډیر زیان منونکې ډلې په توګه له جدي ګواښ سره مخ کړي دي.
د بشري حقونو د دغه سازمان د څېړنو او موندنو له مخې، په افغانستان کې د ۲۳ ټولنیزو سرچینو له مرکزونو څخه ۱۲ یې د متحده ایالانو له‌خوا د مالي سرچینو له بندېدو له امله تړل شوي دي.
د سازمان په وینا، دغو مرکزونو د کډوالۍ یا داخلي بې ځایه شویو څخه راستنیدونکو شاوخوا ۱۲۰،۰۰۰وګړو ته د سرپناه، خوراکي مرستې، قانوني مشورې، او روغتیایي مرکزونو ته د ورپېژندلو په ګډون ډیری نور خدمتونه وړاندې کول.
د بښنې نړیوال سازمان وايي، چې د دغو مرکزونو له تړلو سره سم، د روغتیا او اوبو رسولو په برخو کې ډیری مرستندویه پروګرامونه هم درول شوي او زیاته کړې یې ده: «دا یوه داسې مسله ده چې ښځې او نجونې یې تر ټولو ډیرې ځپلې دي، ځکه چې دوی هغه کسان دي چې تر بل هر چا ډیر روغتیایي خدماتو، د خوړو خوندیتوب او د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي څخه ساتنې ته اړتیا لري.»
د راپور په یوه برخه کې راغلي: «د دغو خدماتو ځنډول نه یوازې د متحده ایالاتو له‌خوا د نړیوالو بشري حقونو له مکلفیتونو سرغړونه ده، بلکې په افغانستان کې د زیان منونکو ډلو د ملاتړ د لسیزو نړیوالو هڅو ته هم زیان رسوي.»
د بښنې نړیوال سازمان دا خبرداری په داسې حال کې ورکوي، چې د ډونالډ ټرمپ ادارې د روان کال له جنوري راهیسې د څو اجرایوي فرمانونو په صادرولو سره د بشري او پرمختیایي پروګرامونو تمویل په ناڅاپي ډول بند کړی دی.
دا پریکړه د افغانستان، سوریې، یمن، جنوبي سوډان، ګواتیمالا، هایتي او اوکراین په څیر هیوادونو کې د ژوند ژغورنې خدماتو د ځنډولو یا بندولو لامل شوې ده.
د بښنې نړیوال سازمان د امریکا له حکومت څخه غوښتي، چې ژر تر ژره ځنډول شوې مرستې بیا پیل کړي او د خلکو، په ځانګړې توګه د افغان ښځو او ماشومانو د ژوند او وقار د ساتنې لپاره خپل نړیوال مسوولیتونه ترسره کړي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x