روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۲۲ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۹-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۲۹-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۲۲
: 2

افغاني سره میاشت: په ننګرهار کې مو تر ۴۲ زرو ډېرو خلکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو تر کنټرول لاندې افغاني سرې میاشتې ټولنې اعلان کړی چې په تېره یوه میاشت کې یې د ننګرهار ۴۲ زره ۱۸ اوسېدونکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي. نوموړي بنسټ دوشنبه د وږي پر ۲۶مه په اېکس‌پاڼه کې لیکلي د ۲۰ زرو ناروغانو د تشخیص ترڅنګ، یو زرو ۸۴۷ ښځو او ماشومانو هم بېلابېل واکسینونه ترلاسه کړي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې افغاني سرې میاشتې ټولنې اعلان کړی چې په تېره یوه میاشت کې یې د ننګرهار ۴۲ زره ۱۸ اوسېدونکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي.

 

نوموړي بنسټ دوشنبه د وږي پر ۲۶مه په اېکس‌پاڼه کې لیکلي د ۲۰ زرو ناروغانو د تشخیص ترڅنګ، یو زرو ۸۴۷ ښځو او ماشومانو هم بېلابېل واکسینونه ترلاسه کړي دي.

 

د سرې میاشتې ټولنې د معلوماتو پر بنسټ، په دې موده کې یو زرو ۷۶۵ امېندواره ښځو ته خدمتونه وړاندې شوې دي.

 

همداراز دغې ادارې په تېره یوه میاشت کې د ننګرهار ۷۱۵ اوسېدونکو ته کورنۍ مشورې او لارښوونې وړاندې کړي دي.

 

د معلوماتو له مخې، د بېلابېلو ناروغيو په هکله د دغه بنسټ د پوهاوي له پروګرامونو څخه تر اوسه ١٦ زره ٥٨ کسان برخمن شوي دي.

 

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته هېوادوالو په تېره بیا کلیوالو ته د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې کموالی راغلی دی.

 

خلکو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې د کموالي لامل د طبي تجهیزاتو او کادرونو نشتوالی ښودل شوی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x