د طالبانو د امربالمعروف وزیر خالد حنفي وايي، کفري نړۍ او مخربې کړۍ هڅه کوي چې اسلامي نظام په افغانستان کې پیاوړی نهشي.
هغه دا څرګندونې د کابل پولي تخنیک پوهنتون یوې غونډې ته د وینا پر مهال وکړې. نوموړي د عصري زدهکړو ارزښت ته په اشارې سره وویل، مسلمانانو لومړی ساعت او کاغذ جوړ کړی، چې دا د نوښتونو څرګندونه کوي.
حنفي داسې مهال د عصري زدهکړو ستاینه وکړه، چې په خپله طالبان له دې مفهوم سره بېلابېل دریځونه لري.
د طالبانو مشر ملاهبتالله او نږدې ملګري یې د پوهنتوني زدهکړو سره ښکاره مخالفت لري او له همدې کبله یې د دیني مدرسو شمېر زیات کړی دی.
نیوکې دا دي، چې طالبان غواړي د پوهنتونونو اکاډمیک چاپېریال له منځه یوسي او پر ځای یې خپل سختدریځه مذهبي افکار حاکم کړي.
اړوندې لیکنې :
- حقاني: په افغانستان کې اسلامي نظام د ټولې اسلامي نړۍ غوښتنه ده
- خالد حنفي: د الله په قانون کې ژبه، قوم او رنګ نه بلکې تقوا مهمه ده
- خالد حنفي له سهیل شاهین نه وغوښتل چې نړیوالو ته ددوی ښه ووايي
- حنفي: طالبان دې په ګامبیا کې د اسلامي همکاریو سازمان راتلونکې غونډې ته وروبلل شي
- د پروان والي: خبریالان دې دین او اسلامي نظام ته خدمت وکړي
- حنفي: هېوادونه دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي










