هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۴۴ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۵-۰۴-۱۴۰۴
تاریخ : ۲۵-۰۴-۱۴۰۴
ساعت : ۰۸:۴۴

په افغانستان کې د امریکايي مرستو تر بندېدو وروسته بې‌وزلي ډېره شوې

پایگاه خبری تحلیلی روایت : وروسته له هغه چې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر بشري مرستې له افغانستان سره بندې شوې، مرستندویه بنسټونه خبرداری ورکوي چې دا پرېکړه د افغانانو ژوند له جدي خطر سره مخ کړی دی.دغه مرستې، چې د لوږې او روغتیا په برخو کې وې، ناڅاپي بندې شوې او خلک له درنو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

وروسته له هغه چې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر بشري مرستې له افغانستان سره بندې شوې، مرستندویه بنسټونه خبرداری ورکوي چې دا پرېکړه د افغانانو ژوند له جدي خطر سره مخ کړی دی.

دغه مرستې، چې د لوږې او روغتیا په برخو کې وې، ناڅاپي بندې شوې او خلک له درنو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې اوس یوازې یو میلیون افغانانو ته مرسته رسولی شي، حال دا چې لس میلیونه خلک بیړنیو خوړو ته اړتیا لري.

روغتیايي ادارې هم وایي چې سلګونه مرکزونه بند شوي یا فعالیت یې محدود شوی، او دا وضعیت د هېواد د روغتیا سکتور راتلونکی له ګواښ سره مخ کړی دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x