د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار کابل ته د خپل وروستي سفر ته په اشارې سره ویلي، چې له افغانستان سره د پاکستان اړیکې مثبت لور ته روانې دي.
نوموړي دغه څرګندونې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو مطالعو انسټیټیوټ د بنسټ اېښودنې ۵۲مې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته کړې دي.
د هغه په خبره؛ دواړه خواووې پر دې سلا شوې، چې د سفارتي اړیکو د پراخېدو سربېره به د سپیک « چین- پاکستان اقتصادي دهلیز» په تړاو هم ګډه همکاري وکړي.
نوموړي د خپلو خبرو په یوې برخه کې ویلي: « سولهییز، باثباته، یو موټی او پرمختللی افغانستان زموږ د ټولو د ملي ګټو برخه ده.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، که طالبان په دې برخه کې رښتینې همکاري وکړي؛ نو دواړه هېوادونه به سیمهییز اتصال ته ورسېږي او ګډ اقتصادي پرمختګونه به وکړي.
اړوندې لیکنې :
- طالبان: هیلهمن یو چې په پاکستان کې د نوي حکومت له جوړېدو سره مو اړیکې ښې شي
- پاکستان د افغان کډوالو د شړلو تر سیورې لاندې کابل سره اړیکې رغوي
- طالبان ولې د افغانستان له ګاونډیانو سره سوله ییزې اړیکې نه شي ساتلی؟
- د طالبانو عامې روغتیا وزارت: له ایډز ناروغۍ سره د مبارزې او مخنیوي په برخه کې هڅې روانې دي
- د چمن پرلت دوه میاشتې وشوې خو لا هم د پاکستان حکومت د پرلت غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی
- اسحاق ډار د هر ډول یرغل په صورت کې به پیاوړی ځواب ورکړو