هر ګړې د کابل په وخت : 2:18 am
ننې نیټه : 22-10-2025
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : 22-10-2025
ساعت : 02:18
: 1

معصوم ستانکزی: د افغانستان ناورین د پاکستان د سیاست یوه تګلاره ده

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر معصوم ستانکزي ویلي، چې د افغانستان د ناورین دوام د پاکستان د سیاست برخه ده.نوموړي زیاته کړه، تر هغه چې د پاکستان په سیاست کې رښتینی بدلون رانه‌شي، نه‌يوازې افغانستان، بلکې خپله پاکستان به هم له جدي ستونزو سره مخامخ وي.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر معصوم ستانکزي ویلي، چې د افغانستان د ناورین دوام د پاکستان د سیاست برخه ده.

نوموړي زیاته کړه، تر هغه چې د پاکستان په سیاست کې رښتینی بدلون رانه‌شي، نه‌يوازې افغانستان، بلکې خپله پاکستان به هم له جدي ستونزو سره مخامخ وي.

ستانکزي د اېکس په یوه سپېس کې وویل، پاکستان له خپل جوړېدو راهیسې په افغانستان کې د نفوذ او «عمق ستراتیژیک» په لټه کې و، خو دغه تګلاره نه‌يوازې افغانستان، بلکې خپله پاکستان ته هم زیان رسولی دی.

هغه ټینګار وکړ، چې د افغانستان د ثبات کلیدي حل د واقعي بدلون او د خلکو د ملاتړ په رامنځته کولو کې نغښتی دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x