هر ګړې د کابل په وخت : 3:24 am
ننې نیټه : 24-11-2025
تاریخ : 24-11-2025
ساعت : 03:24

افغانستان د بنګله‌دېش پر وړاندې په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې بری ترلاسه کړ

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د درېیو یو ورځنیو سیالیو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې بنګله‌دېش ته ماتې ورکړه.افغان لوبغاړو د سیال ټیم له خوا ورکړل شوی ۲۲۲ منډو هدف د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۴۸ اورونو کې ترلاسه کړ او په لړۍ کې یو د صفر پر وړاندې مخکې شول.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د درېیو یو ورځنیو سیالیو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې بنګله‌دېش ته ماتې ورکړه.

افغان لوبغاړو د سیال ټیم له خوا ورکړل شوی ۲۲۲ منډو هدف د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۴۸ اورونو کې ترلاسه کړ او په لړۍ کې یو د صفر پر وړاندې مخکې شول.

په دې بریا کې عظمت‌الله عمرزي د توپ اچونې او توپوهنې دواړو برخو کې ځلانده لوبه وکړه، درې ویکټې یې واخیستې او ۴۰ منډې یې جوړې کړې، چې د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

راشد خان هم په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې خپلې ۲۰۰ ویکټې پوره کړې او د افغانستان د کرېکټ په تاریخ کې یې نوی ریکارډ ثبت کړ.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x