هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۵۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۵-۰۴-۱۴۰۴
تاریخ : ۲۵-۰۴-۱۴۰۴
ساعت : ۰۷:۵۹

د افغان کډوالو د خوندیتوب پروګرام لغوه کېدل؛ زرګونه افغانان له شړلو سره مخ دي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د ټرمپ اداره د جولای په ۱۴مه د افغانستانی کډوالو لپاره د لنډمهالي خوندیتوب پروګرام لغوه کوي، چې له امله یې شاوخوا ۱۱ زره افغانستانی د نیول کېدو او شړل کېدو له جدي ګواښ سره مخ دي.دا پداسې حال کې ده چې افغانستان د طالبانو تر واک لاندې د ښځو، نجونو، اقلیتونو او عامو وګړو لپاره یو له تر ټولو ناامنه ځایونو ګڼل کېږي.

د ټرمپ اداره د جولای په ۱۴مه د افغانستانی کډوالو لپاره د لنډمهالي خوندیتوب پروګرام لغوه کوي، چې له امله یې شاوخوا ۱۱ زره افغانستانی د نیول کېدو او شړل کېدو له جدي ګواښ سره مخ دي. 

دا پداسې حال کې ده چې افغانستان د طالبانو تر واک لاندې د ښځو، نجونو، اقلیتونو او عامو وګړو لپاره یو له تر ټولو ناامنه ځایونو ګڼل کېږي. 

د بشري حقونو نړيوالو سازمانونو خبرداری ورکړی، چې بېرته استنول شوې ښځې او نجونې به له سخت خطر سره مخ شي.

د بشري حقونو مدافعین، افغان فعالان او یو شمېر امریکايي سناتوران له حکومت غواړي چې دا پرېکړه بېرته واخلي او د TPS پروګرام بېرته فعال کړي. 

دوی وایي دا پرېکړه به نه یوازې زرګونه انسانان له ناورین سره مخ کړي، بلکې امریکا به له هغو افغانانو سره خپل اخلاقي مسؤلیت هم له پامه وغورځوي، چې له کلونو راهیسې یې له امریکایي ماموریتونو سره همکاري کړې.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x