اسټرالیا کې د افغانستان سفیر وحیدالله ویسي ویلي، چې طالبانو د یوه مشروع قانوني نظام له منځه وړلو، د اساسي قانون نقضولو او د افراطي تفکر په خپرولو سره هېواد د نړۍوالې انزوا، اقتصادي سقوط، پراخې بېکارۍ او بېوزلۍ لور ته ټېل وهلی دی.
د دغه سفارت لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي دغه څرګندونې د «جي ۷+ » هېوادونو د وزیرانو په شپږمه ناسته کې کړې دي.
په اسټرالیا کې د افغانستان سفیر په هېواد کې روان څو اړخیز ناروین ته په اشارې سره، طالبان د اوسني وضعیت د اصلي لامل په توګه په ګوته کړي دي.
وحیدالله ویسي وویل:« د طالبانو لهخوا د ښځو او نجونو پر وړاندې وضع شوي پراخ بندیزونه نه یوازې د بشري حقونو روښانه نقض دی؛ بلکې د هېواد د دوامداره پرمختګ او ټولنیز ټیکاو پر وړاندې یو ستر خنډ هم بلل کېږي.»
نوموړي د بشري وضعیت د ژور ناورین، د نړۍوالو مرستو د کمښت او د خلکو د ژوند پر سختو شرایطو اندېښنه ښودلې.
هغه له نړۍوالې ټولنې د عادلانه، ټولګډونه او باعزته سولې، د عدالت تینګښت او د انساني کرامت د خوندیتوب لپاره د عملي ګامونو غوښتنه کړې ده.
افغانستان د دغه نړۍوالې ډلې له بنسټاېښودونکو هېوادونو شمېرل کېږي، چې په ۲۰۱۰ کال کې یې له شپږو نورو هېوادونو سره په ګډه د «جی۷+ »بنسټ کېښود.
اوسمهال د دغې ډلې غړي هېوادونه تر شلږ پورې رسېږي.
د دغې ډلې څلورمه ناسته په ۲۰۱۶میلادي کال کې د تېر جمهوري نظام په کوربهتوب په کابل کې جوړه شوې وه.
د «جی۷+»بنسټیزه موخه دا ده، چې د جګړه ځپلو هېوادونو ترمنځ د تجربو تبادله، د نړۍوالو مرستو همغږي، د سولې، ملي پخلاینې او بیا رغونې پروسو ته وده ورکړي.
همداراز دغه ډله د هغو هېوادونو ترمنځ د متقابلې زدهکړې زمینه برابروي، چې له ورته ناورینونو سره مخامخ دي.
ډېر لیدل شوي
اړوندې لیکنې :
- حمیدي: د افغان مېرمنو احتجاج به د جنسیتي توپیر د لمنځه وړلو نړۍوالې ورځې په توګه ونومول شي
- اسټرالیا: د طالبانو له لوري د مېرمنو او نجونو د نیولو په تړاو ژور اندېښمن یو
- د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیره: طالبانو د ښځو پاتې فرصتونه هم له منځه یوړل
- له پاکستانه د افغان کډوالو د راستنولو دوام؛ مولوي عبدالکبیر: هېواد ته د افغانانو په راتګ خوشحاله یم
- په برلین کې افغان سفیر او په بُن ښار کې جنرال قونسل خپلې دندې پرېښودې
- کابلوف: روسیې طالبانو ته د دغه هېواد په ستر اقتصادي فورم کې د ګډون بلنه ورکړې