د غزې روغتیا وزارت وایي، چې د سېشنبې له سهار راهیسې پر غزې د اسراییل په بریدونو کې لږترلږه ۱۰۵ فلسطینیان وژل شوي دي. په وژل شویو کسانو کې مرستو ته په تمه ۳۲ کسان هم شامل دي.
له بلې خوا دغه وزارت وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۳ ماشومانو په ګډون ۱۳ نور فلسطینیان د لوږې او خوارځواکۍ له امله مړه شوي دي.
له دې سره د جګړې له پیل راهیسې په غزه کې د لوږې له امله د مړو شویو کسانو ټولټال شمېر ۳۶۱ ته رسېدلی، چې ۱۳۰ ماشومان هم پهکې شامل دي.