روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۱۲ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۵-۰۹-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۵-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۱۲

اروپایي اتحادیې د افغان ښځو او نجونو پر طبي زده کړو د طالبانو تازه بندیز وغنده

پایگاه خبری تحلیلی روایت : اروپایي اتحادیې د طالبانو وروستی ګام، چې پر ښځو او نجونو یې طبي زده کړې بندې کړې په سختو ټکو وغنده او دا یې له بشري حقونو جدي سرغړونه او د جنسیتي برابرۍ پر وړاندې یو لوی ګوزار وباله.

 

اروپایي اتحادیې د طالبانو وروستی ګام، چې پر ښځو او نجونو یې طبي زده کړې بندې کړې په سختو ټکو وغنده او دا یې له بشري حقونو جدي سرغړونه او د جنسیتي برابرۍ پر وړاندې یو لوی ګوزار وباله.

اروپایي اتحادیې د چارشنبې په ورځ په خپره شوې اعلامیه کې اندېښنه څرګنده کړه چې دغه پالیسي به د افغانستان بشري ناورین لا پسې ژور کړي او د افغانانو کړاوونه به نور هم زیات کړي.

اعلامیه وايي،«دا پرېکړه یو ځل بیا د بنسټیزو بشري حقونو خلاف یو بوږنوونکی ګام او د ښځو زده کړو پر وړاندې نه توجیه کېدونکی برید دی.»

اروپایي اتحادیې د ښځو د زده کړو او کاري ځواک کې د هغوی د ګډون پر ارزښت ټینګار کړی او دا یې د هر ملت د ځان‌بسیاینې او پرمختګ لپاره مهم بللی.

په اعلامیه کې له طالبانو غوښتنه شوې چې دا تبعیضي پالیسي بېرته واخلي او د نړیوالو قوانینو په اډانه کې ژمنو ته درناوی وکړي، په ځانګړي ډول ټولو افغانانو ته د زده کړو او اساسي روغتیا برابر لاسرسی ډاډمن کړي.

اعلامیه زیاتوي،«اروپایي اتحادیه د افغان ښځو او نجونو او هغو ټولو کسانو ملاتړ ته ژمنه ده چې په دوامداره توګه یې حقونه نقض کېږي.»

د طالبانو مشر په یوه تازه ګام کې په افغانستان کې د ښځو پر طبي زده کړو او د روغتیاپالنې پر انسټیټیوټونو بندیز لګولی، چې په کوردننه او بهر یې ګڼ غبرګونونه را پارولي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x