هر ګړې د کابل په وخت : ۹:۴۸ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۶-۰۱-۱۴۰۴
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۲۶-۰۱-۱۴۰۴
ساعت : ۲۱:۴۸
: 2

اروپایي اتحادیه طالبانو ته: د اعدامونو سزاوې ودروئ چې ظالمانه او غیر انساني عمل دی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : اروپایي اتحادیې د طالبانو له خوا په نیمروز، بادغیس او فراه ولایتونو کې د څلورو کسانو د اعدام په غبرګون له دغې ډلې غوښتي، چې د اعدامونو سزاوې ودروي ځکه دا ظالمانه او غیر انساني عمل دی. دغې اتحادیې د یکشنبې په ورځ د وري ۲۴مه، په یوې بیانیه کې د اعدامونو په ترسره کېدو مخالفت څرګند کړ او دا عمل یې د انساني کرامت ښکاره نقض وباله. په بیانیه کې راغلي: «مونږ په اصولي ډول د اعدام له مجازاتو سره چې هر وخت او هر ډول شرایطو سره ترسره کېږي مخالفت یو. دا مجازات ظالمانه او غیر انساني دي، دغه ډول اعدامونه نه شي کولی د جرم مخه ونیسي او د انساني کرامت ښکاره نقض دی.»

اروپایي اتحادیې د طالبانو له خوا په نیمروز، بادغیس او فراه ولایتونو کې د څلورو کسانو د اعدام په غبرګون له دغې ډلې غوښتي، چې د اعدامونو سزاوې ودروي ځکه دا ظالمانه او غیر انساني عمل دی.
دغې اتحادیې د یکشنبې په ورځ د وري ۲۴مه، په یوې بیانیه کې د اعدامونو په ترسره کېدو مخالفت څرګند کړ او دا عمل یې د انساني کرامت ښکاره نقض وباله.
په بیانیه کې راغلي: «مونږ په اصولي ډول د اعدام له مجازاتو سره چې هر وخت او هر ډول شرایطو سره ترسره کېږي مخالفت یو. دا مجازات ظالمانه او غیر انساني دي، دغه ډول اعدامونه نه شي کولی د جرم مخه ونیسي او د انساني کرامت ښکاره نقض دی.»
دې اتحادیې له طالبانو وغوښتل، چې د اعدام سزاوې ودروي او د لغو کولو په لور یې ګام واخلي.
دا لومړی ځل نه دی چې طالبان په بېلابېلو ولایتونو کې په عام محضر کې قصاص کوي، بلکې دغې ډلې تر دې وړاندې هم ۶ کسان د مختلفو جرمونو په تور اعدام کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر هم د طالبانو له خوا د دغو اعدامولو په غبرګون کې ویلي: «د مرګ سزا په بنسټیز ډول د بشري حقونو پر ضد تر ټولو سخت عمل دی او د طالبانو دا ډول کړنې د جرم په مخنیوي کې هم اغېز نه لري.»
د یادولو وړ ده، چې طالبانو د جمعې په ورځ په بادغیس، نیمروز او فراه ولایتونو کې څلور تنه د قتل په تور اعدام کړل.
د دغې ډلې محکمې وویل، چې دغو کسانو ته د «قصاص» سزا د ملا هبت‌الله له تایید وروسته ورکړل شوې ده.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x