روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۴۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۱۱:۴۵

اروپايي ټولنه: په افغانستان کې د سرطاني ناروغانو ملاتړ کوو

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارزدافیره رافیلا ایوډېس وايي چې اروپايي ټولنه او د روغتیا نړۍوال سازمان په ګډه په هېواد کې له سرطاني ناروغانو سره مرسته کوي.ایوډېس دا څرګندونې دوشنبه د وري پر ۲۷مه په خپله اېکس‌پاڼه کې کړې دي.هغې د کابل په یو روغتون کې د سرطاني ناروغانو د درملنې او ساتنې له بهیره هم لیدنه کړې ده.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارزدافیره رافیلا ایوډېس وايي چې اروپايي ټولنه او د روغتیا نړۍوال سازمان په ګډه په هېواد کې له سرطاني ناروغانو سره مرسته کوي.

ایوډېس دا څرګندونې دوشنبه د وري پر ۲۷مه په خپله اېکس‌پاڼه کې کړې دي.

هغې د کابل په یو روغتون کې د سرطاني ناروغانو د درملنې او ساتنې له بهیره هم لیدنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي چې تر ۲۰۵۰ کال پورې به په نړۍ کې د سرطان ناروغۍ د ثبت کچه ۷۷ سلنې ته لوړه شي.

د یاد سازمان په خبره، تمه کېږي چې په راتلونکو درېیو لسیزو کې د سرطان تشخیص شوی شمېر ۳۵ میلیونه کسانو ته ورسېږي چې د تېرکال ۲۰ میلیونو ثبت شویو پېښو په پرتله ډېر زیاتوالی ښيي.

دا ناروغي هر کال د زیاد شمېر افغانانو ژوند اخلي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x