روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۲:۱۰ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۱-۰۹-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۱-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۱۴:۱۰

اروپايي ټولنه: د افغان ماشومانو ملاتړ ته ژمن یو

پایگاه خبری تحلیلی روایت : افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې د تعلیمي، روغتیایي او خوندیتابه پروګرامونو له لارې د افغانستان د ماشومانو ملاتړ ته ژمن دي.

 

افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې د تعلیمي، روغتیایي او خوندیتابه پروګرامونو له لارې د افغانستان د ماشومانو ملاتړ ته ژمن دي.

نن د نومبر ۳۰مه نېټه چې د لړم له ۳مې سره برابره ده، د ماشوم نړیوالې ورځې سره سمون لري.

اروپايي ټولنې ایکس کې پر خپله پاڼه په یوه پیغام کې لیکلي، چې ماشومان د افغانستان راتلونکی دي. د دې ټولنې دفتر زیاته کړې چې د افغانستان له خلکو، په ځانګړي ډول له ماشومانو او میندو سره په کلکه ولاړ دي.

افغانستان د ماشومانو لپاره له ناامن‌ترینو ځایونو څخه ګڼل کېږي. اوس مهال اقتصادي او اقلیمي بحرانونه ډېر ماشومان اغېزمن کړي دي.

د څو اړخیز فقر د شاخص (MPI) له راپور سره سم، په افغانستان کې له فقیرو وګړو څخه ۵۸.۹ سلنه يې ماشومان دي. په دې راپور کې چې څو ورځې وړاندې خپور شو، ویل شوي چې د فقیرو ماشومانو شمېر د لویانو په پرتله نږدې پنځه میلیونه ډېر دی.

په همدې حال کې، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ماشومې نجونې له زده کړو څخه بې‌برخې شوي او په کم عمر کې ودېږي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x