اروپایي ټولنې د ښوونکي نړۍوالې ورځې په مناسبت د افغانستان د ټولو ښوونکو، په ځانګړې توګه ښځینه استادانو، هڅې او قربانۍ وستایلې.
د دې ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي، چې ښوونه او روزنه د یو پیاوړي، با ثباته او روښانه راتلونکي افغانستان د بنسټ ډبره ده، او نړیواله ټولنه باید د افغان ښوونکو ملاتړ ته دوام ورکړي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې شوې، چې د طالبانو د پوهنې ریاست په هرات کې ښوونځیو ته د ښوونکي د ورځې د نمانځلو منع ابلاغ کړې ده.
له دې مخکې هم زرګونه ښځینه ښوونکي له دندو ګوښه شوي او د زدهکړو، کار او د ویاړ د نمانځنې له حقونو بېبرخې شوي دي، یو حالت چې د بشري حقونو د نړيوالو سازمانونو اندېښنې یې راپارولې دي.
اړوندې لیکنې :
- اروپايي ټولنه: په افغانستان کې د سرطاني ناروغانو ملاتړ کوو
- د قربانیانو وینا: طالب ښځینه کارکوونکې تر نارینهوو ظالمانې دي
- اروپايي ټولنه د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې لپاره افغانستان سره ۱۵ میلیونه یورو مرسته کوي
- اروپايي ټولنه: د افغان ماشومانو ملاتړ ته ژمن یو
- ډنمارک: په افغانستان کې ښځینه خبریالانې هره ورځ د ظلم پر وړاندې مبارزه کوي
- د اروپايي پارلمان مشره: څه چې په افغانستان کې پېښ شول، هېر به یې نه کړو