روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۱۴ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۹-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۲۹-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۲۰:۱۴
: 1

ارزګان کې یوې ښځې خپل ورور په ډزو وویشت

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د ارزګان سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې یوې ښځې خپل ورور په ډزو وژلی دی.

د ارزګان سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې یوې ښځې خپل ورور په ډزو وژلی دی.

سرچینې، منلې چې دا پېښه سه‌شنبه د وږي پر ۲۸مه د یاد ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، دې ښځې له ورور څخه د خپل خاوند د وژنې غچ اخیستی دی.

د معلوماتو پر بنسټ، دې سړي څه موده مخکې د خپلې خور خاوند وژلی و.

د خپل ورور قاتله د طالبانو له خوا نیول شوې ده.

د يادونې ده چې په ارزګان کې د کورنيو کړکېچونو له کبله جنايي پېښې ډېرې شوې دي.

د روانې میاشتې په پېل کې هم په دغه ولایت کې یو ځوان هلک د خپل ورور له خوا وژل شوی و.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x