روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۳۸ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۳۸

اردوغان په افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره د نړیوالو مرستو غوښتنه کړې

پایگاه خبری تحلیلی روایت :  د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له هېوادونو غوښتي چې په افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره مرستې وکړي. اردوغان چهارشنبه د غبرګولي پر ۲مه په انقره کې د «مهربانۍ نړیوالو جایزو فیسټیوال» اووم پړاو غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې وروستیو سېلابونو انساني ناروین رامنځته کړی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له هېوادونو غوښتي چې په افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره مرستې وکړي.

اردوغان چهارشنبه د غبرګولي پر ۲مه په انقره کې د «مهربانۍ نړیوالو جایزو فیسټیوال» اووم پړاو غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې وروستیو سېلابونو انساني ناروین رامنځته کړی.

نوموړي زیاته کړې: « وروستیو سېلابونو په افغانستان کې زموږ څه باندې ۴۰۰ ورونه او خویندې ووژل او د هېواد په شمال کې انساني ناورین رامنځته شو.»

د اردوغان په وینا، ترکیې له سېلابونو وروسته افغانستان ته بشري مرستې واستولې.

د تېرو دوو اوونیو په لړ کې بغلان، غور، تخار، فاریاب، بدخشان، سمنګان، سرپل، هرات، بادغیس، لغمان، فراه، نورستان او کاپیسا کې ویجاړونکي سېلابونه راووتل.

څو ورځې وړاندې د طالبانو تر کنټرول لاندې طبیعي پېښو ته چمتوالي وزارت ویاند جانان سایق ویلي و چې سېلابونو د غويي له ۲۰مې تر اوسه ۲۹۴ کسان مړه او ۲۶۶ نور یې ټپيان کړي.

هغه زیاته کړې چې د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې وروستیو سېلابونو ۱۴ زره او ۹۲۳ کورونه په نیمه او بشپړه توګه ویجاړ کړي او شپږ زره او ۶۵۵ څاروي یې له منځه وړي.

تازه په فاریاب او سرپل کې د تېرې شپې سېلابونو د څلورو ښځو او یو ماشوم په ګډون شپږ کسان مړه کړي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x