د مخکیني جمهوري نظام د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر نور رحمان اخلاقي ویلي، طالبانو نه یوازې افغانان له اسلامي او انساني ازادیو محروم کړي؛ بلکې هره ورځ یې له «تباهۍ او فلج» سره هم مخ کړي دي.
اخلاقي د غویي ۲۸مه، پر اېکس پاڼه کاږلي، چې یادې ډلې د افغانانو څخه ډوډۍ، تعلیم، عزت او ښه راتلونکی هم تروړلی دی.
د نوموړي په خبره، طالبان هېڅ ډول مشروعیت نه لري؛ خو د کانونو ناقانونه کېندنې او قاچاق یې په چټکه توګه روان کړی دی.
د اخلاقي په وینا؛ د دغو کېندل کېدونکو کانونو شتمنۍ د «فساد او ترور» شبکو جېبونو ته روانې دي.
د جمهوري نظام د کابینې دغه پخوانی غړی په ښوونځیو کې پر زدهکوونکو د لونګیو په سرولو ته په اشارې سره وایي، چې طالبان غواړي په دې کار سره د خپل سیاسي اطاعات د پراخېدو او وېرې خپرولو هڅه وکړي.
هغه وړاندې لیکي: « د دستار تحمیل نه اسلامي تربیه ده، نه اخلاقي ارزښت. دا یوازې د ځوان نسل د ذهنونو کنټرول وسیله ده او د پردې ترشا پرې ملا خپله شخصي غریزه خړوبوي.»
نور رحمان اخلاقي داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې په هېواد کې تر بل هر وخته د لوږې څپه او بشري ناورین پراخ شوی دی.
د طالبانو واکمني د څلورو کلونو بشپړېدو ته په نږدې کېدو سره لا هم هېڅ هېواد په رسمیت نه ده پېژندلې، چې له امله یې دغه ډله له سختې سیاسي انزوا سره مخ ده.
اړوندې لیکنې :
- طالبانو په خوست او سمنګان کې پنځه کسان د «اخلاقي فساد» په تور په «دُرو» وهلي
- د نړیوالې ټولنې اخلاقي ضعف او د افغانستان مظلومې ښځې
- افغانان ولې لږ کتابونه لولي؟
- ۲۱ افغانان د پاکستان له بندخونو ازاد شول
- پاکستان کې مېشت افغانان: د پاکستاني پولیسو ځورول تر حد ډېر شوي دي
- افغانان پر فلسطین او الاقصی جومات د مالکیت ادعا کوی: