امام محمد غزالي په دې عقیده دي چې ښه اخلاق په زحمت او کوښښ سره ترلاسه کیدای شي او بد اخلاق په ښه اخلاقو بدلیږي. هغه د هغو کسانو نظر ردوي چې د بد اخلاقو په ښو اخلاقو بدلیدل ردوي. د امام استدلال دا دی چې که د بدو اخلاقو ښه کول ممکن نه وای، نو ستر پیغمبر به داسې حکم نه وای کړی: «خپل ځان ښه جوړ کړئ». د رسول الله صلی الله علیه وسلم له دې وینا وروسته معلومه شوه چې له بدو څخه په ښو اخلاقو بدلول ممکن دي. همدارنګه امام غزالي فرمايي:لکه څنګه چې کولای شو اوښان په ریاضت رام کړو او څاروي اهلي کړوهمداسې بد اخلاق هم په ښو اخلاقوبدلَوَلی شو.
امام غزالي کارونهپه دوه برخو وېشي
لومړۍ برخه: هغه شیان چې انسان پرې کنټرول نه لري. د بېلګې په توګه غوسه او شهوت په انسان کې دوه خصلتونه دي. که څه هم دا دواړه د انسان له وجوده نه شي ایستلای
خو د زحمت له لارې اعتدال کچې ته رسیدلی شي دا ممکنه ده، مګر ستونزمن. دا ستونزه د دوه دلیلونه له امله ده ؛ یو دا چې دا ځانګړتیاوې د یو شخص په طبیعت کې قوي دي. دوهم دا چې له ډېر وخته يې دا کارونه کول او اطاعت يې پر هغه غالب شوى دى.
دویمه برخه: هغه کارونه چې یو شخص پرې واک لري. [ ما پخپله دا برخه اضافه کړه. که څه هم امام محمد غزالي وايي چې اثار په دوو برخو وېشل شوي، خو د دويمې برخې يادونه يې نه ده کړې. شاید لاندې سرلیک د دویمې برخې په څیر وي.]
امام غزالي خلک په څلورو درجو ویشلي دي:
لومړۍ درجه: هغه ساده زړي خلک دي چې لا هم د ښه او بد په توپیر نه پوهیږي او نه ښه او بد مزاج لري. دوی په خپل طبیعي حالت کې دي. دا کټګورۍ د بدلون وړ دي او ډیر ژر به تعدیل شي. دوی داسې یو چا ته اړتیا لري چې د بدو کارونو بدۍ ورته ووایي او دوی ته درس ورکړي. ماشومان د خپل طبیعت په پیل کې یو شان دي، او مور او پلار یې د نیکۍ په لور لارښوونه کوي.
دویمه درجه: داسې خلک شته چې په بدو اخلاقو باور نه لري، خو له څه مودې راهیسې د شهوت او غوسې تر امر لاندې وي. دوی پوهیږي چې دا شیان ناممکن او نامناسب دي. د داسې خلکو درملنه ستونزمنه ده. دوی دوه شیانو ته اړتیا لري؛ لومړی: له بد مزاجه ځان خلاصول. دوهم:د اصلاح تخمونه په خپل ځان کې وکري
دا ډولخلک هڅه وکړي، نو ژر به سم شي اوخپل بد مزاج به پریږدي
دریمه درجه: داسې خلک شته چې بد مزاجه وي، خو په دې نه پوهیږي چې بد دی او حتی بدرنګه شیان د دوی په سترګو کې ښه دي. د داسې اشخاصو اصلاح په ندرت سره ممکنه ده.
څلورمه درجه: داسې خلک هم شته که هم بد کارونه کوي او په دا ډول بدکارونه باور نه لري، په دې باندې ویاړ هم کوي. د داسې خلکو اصلاح امکان نه لري ، چې جنتي نعمتونه یې ترلاسه نه کړي. د امام غزالي په وینا، د انسان لپاره دا ممکنه نه ده چې دا ډول خوښۍ ته ورسیږي.
ماخذ: کیمیا سعادت، امام محمد غزالی، ټوک. ۲ مخ. ۹-۱۱