روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۵۷ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۸:۵۷

یونیسف: په افغانستان کې تر۱۲ میلیونه زیات ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي چې په افغانستان کې د ۱۲.۳ میلیونه ماشومانو په ګډون ۲۳.۷ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.یونیسف د افغانستان په هکله د مارچ میاشتې خپل راپور یک‌شنبه د غويي پر ۹مه خپور کړی دی.په دغه راپور کې راغلي چې د اوږدې جګړې اغېزې، اقلیمي بدلون، اقتصادي رکود او د بې‌کارۍ زیاتوالی په هېواد کې د بې‌وزلۍ د زیاتوالي په تېره بیا د ماشومانو ترمنځ لوی لاملونه دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي چې په افغانستان کې د ۱۲.۳ میلیونه ماشومانو په ګډون ۲۳.۷ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

یونیسف د افغانستان په هکله د مارچ میاشتې خپل راپور یک‌شنبه د غويي پر ۹مه خپور کړی دی.

په دغه راپور کې راغلي چې د اوږدې جګړې اغېزې، اقلیمي بدلون، اقتصادي رکود او د بې‌کارۍ زیاتوالی په هېواد کې د بې‌وزلۍ د زیاتوالي په تېره بیا د ماشومانو ترمنځ لوی لاملونه دي.

یونیسف زیاته کړې ده: «د روان کال د مارچ ۲۹مې او ۳۰مې په ټول هېواد کې د قوي ورښتونو له کبله د افغانستان په اووه ولایتونو کې له یو زرو او ۵۰۰ جریبه زیاته کرنیزه ځمکه، له ۵۴۰ څخه زیات استوګنیز کورونه او نورې طبیعي زیربناوې ویجاړې شوې دي.»

د دغه راپور پر بنسټ، تېره یوه میاشت په هېواد کې له پنځو کلونو کم عمر نهه میلیونه ماشومان پر بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي.

له دې جملې څخه تر ۳۹ زرو ډېر کسان چې ۵۶ سلنه یې نجونې دي، د درملنې لپاره بستر شوې دي.

د یونیسف په خبره، د مارچ له ۲۵مې څخه تر ۳۱مې پورې، یو زرو او ۴۳۵ شکمنې پېښې او په ماشومانو کې د شري له کبله نهه مړینې ثبت شوي چې دا د تیرې اوونۍ په پرتله د شکمنو پېښو په شمېر کې ۱۲.۶ سلنه کموالی ښيي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق په ډاګه کړې څو په افغانستان کې له ماشومانو سره د مرستې لپاره ۱.۴ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري چې تر اوسه یوازې ۳۵ سلنه ورکړل شوې ده.

یونیسف د بشردوستانه فعالیتونو په پلي کولو کې لاسوهنه، د چاپیریال ننګونې او د مرستو رسولو په برخه کې د ښځو د ونډې محدودول د دغه سازمان د فعالیتونو د محدودولو اصلي لاملونه ښودلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې اوچا په دې وروستیو کې ویلي، په افغانستان کې سږکال د ۱۲.۳ میلیونو ماشومانو په ګډون شاوخوا ۲۳.۷ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x