روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۳۴ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۳۴

یوناما: ماینونه لا هم افغانانو ته یو جدي ګواښ دی

د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) وايي چې د ماینونو او ناچاودېدونکو توکو شتوالی لا هم د افغانستان خلکو پر وړاندې جدي ګواښ ګڼل کېږي.

یوناما دا څرګندونې سې‌شنبه د وري پر ۱۴مه په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي دي.

یوناما زیاتوي چې د ماین‌پاکۍ کارکوونکي د استوګنې او ښوونځیو شاوخوا سیمو په پاکولو سره د خلکو ژوند ژغوري.

دغه بنسټ پرون هم ویلي چې په افغانستان کې څه باندې درې زره کیلومټره مربع ځمکه له ماینونو پاکه شوې ده.

د یوناما په خبره، هر کال د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه زره کسان د ماینونو او ناچاودو توکو له کبله ژوند بایلي.

وروستۍ پېښې چې دوه ورځې دمخه په غزني او هرات ولایتونو کې رامنځته شوې، د ناچاودېدونکو توکو د چاودېدنې له کبله ۱۰ ماشومانو ژوند وبایلود.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x