روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۱۳ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۸:۱۳

ګلوب اېند مېل: افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په ځاله بدل شوی دی

ګلوب اېند مېل ورځپاڼې راپور ورکړی چې افغانستان یو ځل بیا د «ترهګرو په ځاله» بدل شوی او په خبره یې، د طالبانو واکمنۍ د داعش په څېر ډلو ته اجازه ورکړې چې خپل جنګیالي راټول کړي.

دغې کاناډايي ورځپاڼې سه‌شنبه د وري پر ۷مه په یو راپور کې لیکلي چې د طالبانو دوه کلنه واکمنۍ د دې لامل شوې چې په خبره یې، داعش ان د دغې ډلې له صفوفو هم نوي غړي جذب کړي.

په راپور کې راغلي چې له یو شمېر «ترهګرو ډلو» لکه القاعده او ټي‌ټي‌پي سره د طالبانو ایډیالوژیکه خواخوږي په دې مانا ده چې په وینا یې، دا ډله ونه غواړي د سیمې هېوادونو ته د ورپېښو ګواښونو پر وړاندې اقدام وکړي.

د راپور په حواله، طالبانو له یوه لوري ښځې له خپلو بنسټيزو او لومړنیو حقونو بې‌برخې کړې دي او بل پلوه یې د داعش بیاراژوندي کېدو لپاره زمینه برابره کړې ده.

دغې کاناډايي ورځپاڼې لیکلي: «امنیتي راپورونو او کارپوهانو اټکل کړی چې ښايي شپږ زره بهرني جنګیالي د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته تللي وي.»

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د داعش خراسان څانګې په سیمه او افغانستان کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

څو ورځې وړاندې د داعش یو ځانمرګي په کندهار کې د کابل بانک مخته ځان پورې نښلول شویو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه چې په پاېله کې یې ۴۵ کسان ووژل شول او ۵۶ نور بیا ټپيان شول.

پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر هم ویلي چې افغانستان دې د «ترهګرو پر خوندي ځالې» نه بدلېږي او په خبره یې، هغوی په دغه هېواد او سیمه کې د داعش له ګواښونو اندېښمن دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x