روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۹:۰۶ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۹:۰۶

کرن دېکر: پر ښځو د طالبانو محدودیتونه افغانستان ته په کال کې یو میلیارد ډالر زیان رسوي

د افغانستان لپاره د امریکا شارزدافیرې کرن دېکر ویلي چې پر ښځو د طالبانو محدویتونه افغانستان ته د کال یو میلیارد ډالر زیان اړوي او په خبره یې، دا هېواد یې د پرې کولو وس هم نه لري.

دېکر چهارشنبه د وري پر ۸مه د رسنیو له مسوولانو سره په یوې مجازي غونډه کې ویلي چې په نړۍ کې هېڅ هېواد په بشپړ ډول خپل نیمايي نفوس څنډې ته کړی نه دی.

نوموړې زیاته کړې چې د هغوی د شمېرو پر بنسټ، طالبانو د افغان ښځو پر وړاندې له ۵۰ ډېر محدودونکي فرمانونه صادر کړي دي.

د دېکر په خبره، افغانانو په وار وار ویلي چې غواړي ښځې زده‌کړه او کار وکړي او دغه راز، په ټولییز ژوند کې برخه ولري.

نوموړې زیاته کړې چې له زده‌کړو څخه د افغانستان د نیمايي وګړو (نجونو) محرومیت، د دې هېواد اقتصاد کمزوری کوي.

دغې امریکايۍ ډيپلوماتې ویلي: «هېڅ هېواد نه شي کولای په خپلو پښو ودرېږي، کله یې چې نیمايي وګړي د معاش ترلاسي یا د خپلې کورنۍ د لاسنیوي وس ونه لري.»

دېکر زیاته کړې چې د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو د حقونو خوندیتوب بیا د دغه هېواد لپاره یوه ستراتيژیکه اړتیا ده.

د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته، ښځې او نجونې د زده‌کړو او کار په ګډون له خپلو بنسټيزو حقونو بې‌برخې شوې دي.

له دې وړاندې د افغانستان د بشري حقونو او ښځو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم ویلي و چې پر ښځو د لګول شویو محدودیتونو له کبله افغانستان د کال څه باندې یو میلیارد ډالر له لاسه ورکوي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x