روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۱۰ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۱۰

کرن دېکر: امریکا له افغانستان سره ستر مرسته کوونکی هېواد دی

د افغانستان لپاره د امریکايي سفارت شارزدافیرې کرن دېکر ویلي چې امریکا د افغانانو د بنسټیزو اړتیاوو پوره کولو لپاره ستر مرسته کوونکی هېواد دی.

کرن دېکر جمعه د سلواغې پر ۲۰مه په خپله ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې د یوناما مرستیالې اېندریکا راتواته سره په خبرو کې یې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له چارو د واشنګټن پر ټينګ ملاتړ ټينګار کړی دی.

هغې زیاته کړې: «امریکا ستر مرسته کوونکی هېواد دی چې د افغانانو لپاره د ژوند ژغورنې مرستې برابروي.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې سپینې ماڼې د امریکا کانګرېس ته په یو پیغام کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان د اقتصادي نظام د لمنځه تلو او انساني ناورین د ډېرېدو په هکله خبرداری ورکړی و.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د پلټونکې ادارې(سیګار) د راپور پر بنسټ، دغه هېواد تېرو دوو کالو کې له افغانستان سره له ۱۱ میلیاردو ډالرو ډېره مرسته کړې ده.

له طالبانو سره د بایډن پالیسۍ، د دغه هېواد د ځينو پخوانیو او اوسنیو چارواکو غبرګونونه هم له ځان سره لرل.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x