روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۳۳ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۳۳

کاناډا د یو سیک فعال د وژل کېدو په تور درې کسان نیولي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د کاناډا پولیسو ویلي چې د سیکانو د یو مهم فعال هردیپ سینګ نجار د وژل کېدو په تړاو یې درې هنديان نیولي دي.د کاناډا پولیسو جمعه د مې پر ۳مه د درېیو نیول شویو کسانو نومونه  ۲۸ کلن کرن پریت سینګ، ۲۲ کلن کامال پریت سینګ او ۲۲ کلن کرن برار اعلان کړي دي.

د کاناډا پولیسو ویلي چې د سیکانو د یو مهم فعال هردیپ سینګ نجار د وژل کېدو په تړاو یې درې هنديان نیولي دي.

د کاناډا پولیسو جمعه د مې پر ۳مه د درېیو نیول شویو کسانو نومونه  ۲۸ کلن کرن پریت سینګ، ۲۲ کلن کامال پریت سینګ او ۲۲ کلن کرن برار اعلان کړي دي.

د کاناډا تبعه سینګ نجار د تېر کال په سپټمبر میاشت کې د کاناډا د بريټېش کولمبیا ایالت وینکوور ته نږدې د سیکانو له یو معبد څخه بهر د دوو نقاب پوښانو له خوا ووژل شو.

د کاناډا پولیسو یو چارواکي ماندیپ موکر د یوې خبري ناستې پرمهال وویل: «موږ د هند له حکومت سره د هغوی د احتمالي اړیکو د څېړنې په حال کې یو.»

د کاناډا لومړي وزیر جسټین ټروډو مخکې ویلي و چې «معتبرې ادعاوې» شته چې د هند استخبارات د سیکانو بیلتون غوښتونکي فعال هردیپ سینګ نجار په وژنه کې لاس لري.

ورته مهال، هند دا ټول تورونه بې‌بنسټه بللي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x