روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۰۷ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۸:۰۷

ډېکر: ښځې په هر ځای کې د خوندي ټولنو وړې دي

پایگاه خبری تحلیلی روایت :  د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې کرن ډېکر ویلي چې ښځې په هر ځای کې د خوندي ټولنو مستحقې دي.ډېکر چهارشنبه د غويي پر ۵مه په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې جنسي تاوتریخوالی هر مهال یوه «ناوړه کړنه» ده.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې کرن ډېکر ویلي چې ښځې په هر ځای کې د خوندي ټولنو مستحقې دي.

ډېکر چهارشنبه د غويي پر ۵مه په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې جنسي تاوتریخوالی هر مهال یوه «ناوړه کړنه» ده.

نوموړې زیاته کړې: «زه د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي له قربانیانو سره په پیوستون کې ولاړه یم او ژمنه کوم چې په افغانستان د جنسي تاوتریخوالي د ټولو ډولونو د له منځه وړلو او افغان ښځو ته د هغوی د بنسټیزو بشري حقونو د بېرته راګرځولو، د زده‌کړو او پوهاوي لوړولو لپاره خپل ټول ځواک وکاروم.»

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت په خپل وروستي کلني راپور کې ویلي چې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو او کاروبار تر بندیزونو وروسته، د دوی حقونه پام وړ ناوړه او د کور تر چارو محدودې شوې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x