روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۴۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۸:۴۹

پېښور کې د یوې چاودنې له کبله درېیو کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته

پاکستاني پولیسو ویلي چې د خیبرپښتونخوا ایالت په مرکز پېښور ښار کې د یوې چاودنې له کبله دوه کسان وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د جيونيوز د راپور پر بنسټ، دا چاودنه یک‌شنبه د مارچ پر ۱۰مه د «پېښور بورډ» بازار ته څېرمه شوې ده.

د پېښور د پوليسو يو چارواکي کاشف افتاب عباسي وويل: «دا چاودنه د چاودېدونکو توکو د لېږد پر مهال وشوه. درې کسان د چاودېدونکو توکو د لېږد په حال کې وو چې دوه کسان یې په چاودنه ووژل شول او یو بل ټپي شو.»

که څه هم تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی؛ خو د ټي‌ټي‌پي په تېرو دوو کلونو کې د دغه هېواد پر امنیتي ځواکونو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

تېر کال د ډېسمبر پر شپږمه هم په پېښور کې د يوه ښوونځي سره نږدې د ماين چاودنې له کبله پنځه زده‌کوونکي ټپيان شول.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x