روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۲۰ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۲۰

پټېل: ښوونځیو ته د نجونو ستنېدل له طالبانو سره زمونږ د تعامل اصلي تمرکز دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ودانت پټېل ​​ویلي چې امریکا له طالبانو او ګڼو افغانانو سره په کور دننه او بهر په تعامل کې ده او په دغه تعامل کې د بشري حقونو او د ښځو او نجونو زده‌کړې په لومړۍ کرښه کې دي.

پټېل دغه څرګندونې د دوشنبې ورځ، سلواغې پر ١٦مه په یوې خبري ناسته کې کړې دي.

هغه ټینګار کړی چې د امریکا متحده‌ایالات د ملګرو ملتونو په ګډون له خپلو شریکانو سره پر طالبانو فشار ته دوام ورکوي څو د ښځو پر وړاندې د تبعیض احکام لغوه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې له طالبانو سره د اړیکو عادي کول د ټولو افغانانو د حقونو په درناوي پورې تړاو لري.

سربیره پردې، ودانت پټیل یادونه کړې چې د متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت هېڅ لنډمهاله پلان نه لري څو په کابل کې خپلې ډیپلوماتیکي چارې بېرته فعالې کړي.

طالبانو پر افغانستان دویم بیاځلې واکمنۍ وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي او پوهنتون ته له تګ منع کړي دي.

دغې ډلې په لومړي سر کې د نجونو د زده‌کړو د موقتي ځنډولو خبر ورکړی و؛ خو له تېرو دوو کلونو وروسته لا هم نجونې له زده‌کړو محرومې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x