روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۲:۲۲ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۱۲:۲۲

په ګوانتانامو کې دوه پخواني طالب بندیان کابل ته راځي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، د طالبانو دوه پخواني غړي چې له ګوانتانانو زندانه ازاد شوي و او په عمان کې اووه کاله «تر څار لاندې» ساتل کېدل، سبا (دوشنبه) کابل ته راستنېږي.

قانع یکشنبه د سلواغې پر ۲۲مه په خپله ایکس‌پاڼه کې د دغو کسانو نومونه عبدالظاهر صابر او عبدالکریم ښودلي دي.

د نوموړي په خبره، عبدالظاهر صابر د لوګر د حصارک کلي اصلي اوسېدونکی دی چې د ۲۰۰۲ کال د مې پر ۱۰مه امریکايي ځواکونو نیولی و.

قانع زیاته کړې چې صابر اووه کاله په عمان کې تر څار لاندې ژوند کاوه او د سفر اجازه یې نه لرله.

له بلې خوا نوموړي زیاته کړې، عبدالکریم د خوست د تڼیو ولسوالۍ د ووزیانو کلي اصلي اوسېدونکی دی چې د ۲۰۰۲ کال د اګست پر ۱۴مه د پاکستاني حکومت له خوا نیول شوی او څو میاشتو وروسته امریکايي ځواکونو ته سپارل شوی و.

قانع زیاته کړې چې عبدالکریم د ۲۰۰۳ کال په لومړیو کې ګوانتانامو زندان ته لېږدول شوی او له ۱۴ کلن بند وروسته ازاد او عمان ته لېږدول شوی و.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال په وږي میاشت کې په امریکايي ګوانتانامو زندان کې د طالبانو وروستی بندي بشر نورزی هم ازاد او کابل ته ولېږدول شو.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x