روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۰۱ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۰۱

په کندهار کې د ملګرو ملتونو په مالي ملاتړ یو ښوونځی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

په کندهار کې د طالبانو د اقتصاد رییس وايي چې په دغه ولایت کې یو ښوونځی د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

په کندهار کې د طالبانو د اقتصاد رییس عبدالسلام بریال چهارشنبه د کب پر ۱۶مه ویلي چې دا ښوونځی «د افغان ښځو لپاره د ښځو موسسې» په تخنیکې مرسته جوړ شوی دی.

نوموړې زیاته کړی چې دا ښوونځی د کندهار ښار د نهمې ناحیې په «میانکو» سیمه کې د نجونو او هلکانو د لومړنیو زده‌کړو لپاره ودان شوی دی.

د دغه ښوونځي پر جوړولو ۳۱۷ زره امریکايي ډالره لګښت راغلی دی.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځي دروازې تړل شوې دي.

که څه هم د نجونو زدکوونکو پرمخ د ښوونځيو د تړل کېدو ۹۰۰ ورځې پوره شوې؛ خو طالبان یې لا د پرانېستلو په اړه څه نه وايي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x