روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱:۲۷ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۱۳:۲۷
: 1

په کابل کې چاودنه؛ طالبانو د دوو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د کابل په لودیځ کې د چاودنې له رامنځته کېدو وروسته د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي چې په دې پېښه کې دوه کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي.ځدراڼ شنبه د مرغومي پر ۱۶مه ویلي چې چاودنه د کابل د شپږمې امنیتي حوزې اړوند دشت برچی سیمه کې په یو کاسټر ډوله موټر شوې ده.

د کابل په لودیځ کې د چاودنې له رامنځته کېدو وروسته د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي چې په دې پېښه کې دوه کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي.

ځدراڼ شنبه د مرغومي پر ۱۶مه ویلي چې چاودنه د کابل د شپږمې امنیتي حوزې اړوند دشت برچی سیمه کې په یو کاسټر ډوله موټر شوې ده.

نوموړي زیاته کړې چې د پېښې ټپيان روغتون ته وړل شوې دي.

ورته مهال سرچینو  ته ویلي چې دا چاودنه د «قلعې ناظر تمځای» کې شوې ده.

د سرچینو په خبره، سیمه کې د اطفایې او امبولانسونو غږونه هم اورېدل کېږي.

خالد ځدراڼ د چاودنې څرنګوالی نه دی ښوولی او تر اوسه لا د پېښې پړه هم چا منلې نه ده.

د یادونې ده چې دا چاودنه نن د شپې شاوخوا ۶:۲۰ دقیقې شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په لړم میاشت کې د دشت برچي سیمې اړوند د نانوايي په تمځای کې د «ملت» په نوم یو ورزشي لوبغالي کې هم چاودنه شوې وه.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x