په پنجشېر کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د ګازنیونې له امله د یوې کورنۍ درېیو کسانو ژوند بایللی دی.
دا پېښه چهارشنبه د کب پر ۱۷مه د یاد ولایت په عنابه ولسوالۍ کې شوې ده.
سرچینو رسنی ته ویلي چې په دې پېښه کې د حکمتالله رسولي په نوم یو سړی، مېرمن او ماشوم یې مړه شوي دي.
د سرچینو په خبره، حکمتالله رسولي په پنجشېر کې علمي کادر و.
طالبانو هم د دې پېښې پخلی کړی دی.
په ژمي کې د هېواد یو شمېر اوسېدونکي د خپلو خونو د ګرمولو لپاره ګاز کاروي چې له کبله یې وخت ناوخت داسې پېښې رامنځته کېږي.
تر دې وړاندې هم په ځينو ولایتونو کې د ورته پېښو له امله لسګونه هېوادوالو ژوند بایللی و.
اړوندې لیکنې :
- په تخار کې د ګازنیونې له کبله د یوې کورنۍ درېیو غړو ژوند بایللی
- په تخار کې د ګاز نیونې له کبله د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه شوي
- په پنجشېر کې یوې پیغلې ځان زندۍ کړی دی
- یو ترکي شرکت په پنجشېر کې د برېښنا بند جوړوي
- په بدخشان کې لاريون او په پنجشېر کې د طالبانو لفظي شخړه
- طالبانو په پنجشېر ولایت کې څه باندې ۱۵زره قیراطه زمرد پلورلي