روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۵۰ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۵۰

په هېواد کې وروستیو سېلابونو ته د پاکستان غبرګون: په دې سخت وخت کې له افغانانو سره ولاړ یو

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د هېواد په څو ولایتونو کې ځپوونکو سېلابونو ته په غبرګون کې ویلي چې په دې سخت وخت کې له افغانانو سره خپل پیوستون ښيي.د پاکستان بهرنیو چارو وزارت شنبه د غويي پر ۲۲مه په اېکس‌پاڼه کې لیکلی: «د پاکستان حکومت او خلک د افغانستان په څو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو لامله د اوښتي ځاني زیانونو په اړه د زړه له کومې خواشیني دي.»نوموړي وزارت لیکلي چې د دغې طبیعي پېښې ځپل شویو کورنیو، ټپيانو او زیانمنو ته «دعا» کوي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د هېواد په څو ولایتونو کې ځپوونکو سېلابونو ته په غبرګون کې ویلي چې په دې سخت وخت کې له افغانانو سره خپل پیوستون ښيي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت شنبه د غويي پر ۲۲مه په اېکس‌پاڼه کې لیکلی: «د پاکستان حکومت او خلک د افغانستان په څو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو لامله د اوښتي ځاني زیانونو په اړه د زړه له کومې خواشیني دي.»

نوموړي وزارت لیکلي چې د دغې طبیعي پېښې ځپل شویو کورنیو، ټپيانو او زیانمنو ته «دعا» کوي.

د دې ترڅنګ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار په اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې دغې پېښې «غمجن» کړی دی.

وروستیو سېلابونو د هېواد په څو ولایتونو په ځانګړې ډول بغلان کې درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

له دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي و چې په بغلان کې وروستیو سېلابونو څه باندې ۳۰۰ کسان مړه کړي دي.

په بغلان کې ولسي سرچینې بیا وايي چې یوازې د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې د مړو شمېر ۲۵۰ تنو ته رسېدلی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ له سېلاب ځپلو سره د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x