روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۲۰ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۲۰

په هند کې ناپېژاندو کسانو د تراویح لمونځ پرمهال پر افغان زده‌کړیالانو برید کړی

هندي رسنیو راپور ورکړی چې ناپېژاندو کسانو په دغه هېواد کې د افغانستان، ازبکستان، افریقا او د منځنۍ اسیا د یو شمېر هېوادونو پر زده‌کړیالانو د چړو او ډبرو ګوزارونه کړي دي.

د انډین اېکپرېس ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، دا برید شنبه د کب پر ۲۶مه د ګوجرات پوهنتون د خوب‌خونې په سیمه کې پر بهرنیو زده‌کړیالانو د تراویح لمونځ کولو پرمهال شوی دی.

د دې برید په پایله کې لږترلږه پنځه زده‌کړیالان ټپیان شوي دي.

د برید ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې هم خپره شوې دي.

د افغان زده‌کړیالانو په وینا، بریدکوونکو شعارونه ورکول او ویې پوښتل چې چا ورته په خوب‌خونه کې اجازه ورکړې څو لمونځ وکړي.

بریدکوونکو د زده‌کړیالانو پر خونو هم برید کړی او د هغوی «لېپ‌ټاپونو، ټیلفونونو او موټرسایکلونو» ته یې هم زیان اړولی دی.

یو شمېر هندي رسنیو بریدکوونکي «لنډغر» بللي دي.

د يادونې وړ ده چې اوس‌مهال د هند په بېلابېلو پوهنتونونو کې زرګونه افغان زده‌کړیالان پر زده‌کړو بوخت دي.

په افغانستان کې د طالبانو بیاځل واک ته رسېدو سره، ګڼ شمېر دغه زده‌کړیالان د ویزو او سکالرشېپونو د تمدید له کبله یو بې‌برخلیک وضعیت سره مخ دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x