روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۱۱ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۱۱

په ننګرهار کې سېلابونو یو کس مړ کړی او ۵۰ کورونه یې ویجاړ کړي

په ننګرهار کې ځايي طالب چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د سېلاب پېښېدو له کبله یو کس مړ شوی او ۵۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور امر قریشي بدلون شنبه د وري پر ۱۱مه ویلي چې دا سېلاب د لعلپورې ولسوالۍ په «چکنور» سیمه کې راوتلی دی.

د مړه شوي کس په اړه نور څه ویل شوي نه دي.

د نوموړي په خبره، د سېلاب راوتلو له کبله لسګونه څاروي هم له منځه تللي دي.

دغه راز، قریشي بدلون ویلي چې دغو سېلابونو کرنیزو ځمکو ته هم زیان اړولی دی.

د نوموړي په خبره، د ننګرهار په یو شمېر نورو سیمو کې هم تېز بارانونه شوي چې له کبله یې سېلابونه راوتلي دي.

د یادونې ده چې په څو وروستیو ورځو کې د هېواد په ډېر شمېر ولایتونو کې درانه ورښتونه شوي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x