روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۵۶ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۵۶

په ننګرهار کې د ماشومانو پر سر د شخړې په پاېله کې یو کس وژل شوی

په ننګرهار کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د تراویح لمانځه پرمهال دوو پلرونو د خپلو ماشومانو پرسر شخړه کړې چې له کبله یې یو کس ووژل شو.

دا پېښه جمعه شپه د وري پر ۳مه د ننګرهار سرخ‌رود ولسوالۍ په «باولي» سیمه کې شوې ده.

د سرچینو په خبره، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې دوو ماشومانو د تراویح لمانځه پر مهال لفظي شخړه وکړه او روسته د دغو ماشومانو پلرونه چې عصمت‌الله او زرګل نومېده په خپل منځ کې نښتي دي.

د سرچینو د څرګندونو په حواله، د دې نښتې په پاېله کې زرګل چې د لوګر اصلي اوسېدونکی و، وژل شوی دی.

بلخوا، په ننګرهار کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلي هم پېښه تایید کړې او ویلي دي چې له پېښې روسته عصمت‌الله له سیمې تښتېدلی دی.

نوموړي ویلي چې د نیولو هڅې یې دوام لري.

د یادونې ده چې پرون د جلال‌اباد د اتمې امنیتي حوزې اړوند په سیمه کې یو سړي خپله مېرمن، زوی او اینګور د «روژه ماتي» پر مهال په ډزو وژلي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x