روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۰:۵۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۱۰:۵۵

په میدان‌وردک کې یو سړي ځان‌وژنه کړې

په میدان‌وردک کې ځايي سرچینو د دغه ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د یو سړي د ځان‌وژنې خبر ورکړی دی.

سرچینې وايي چې دغه سړي سه‌شنبه د کب پر ۱۵مه سهار مهال د جلریز ولسوالۍ په شرف‌الدین کلي کې ځان یوې څاه ته غورځولی او مړ شوی دی.

د دغه کس نوم محمدنسیم ښودل شوی او ۳۸ کلن و.

ورته مهال، د محمدنسیم د کورنۍ غړي وايي چې نوموړی پر رواني ناروغۍ اخته شوی و او له همدې کبله یې ځان‌وژنه کړې ده.

په میدان‌وردک کې طالبانو تر دې دمه څه ویلي نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د غزنی په قره‌باغ ولسوالۍ کې یوې ناوې ځان زندۍ کړی و.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x